IQNA

په کویت کې د بقرې سورې  دحفظ قرآنی ورځ دستورې ترسره شوې

8:04 - December 07, 2023
د خبر لمبر: 3488387
ایکناـ(کویتّ)   دکویت د قرآن د ورځې دعلومو او د قرآڼ دخدمت خیریه ټولنې  د بقرې سورې  د زده کولو او حفظ  محفل ترسره کړ.

ایکنانیوز د الجریده  له قوله راپور راکړ، د کویت دقرآنی علومو(حافظانو) او د قرآن دخدمت د خیریه ټولنې وګړو د آنلاین په بڼه د د سلو ښځینه او سړیو   استاذانو  او د پنځه سوه انجونو اوهلکانو  زده کونکو په شتون سره  د بقرې سورې د زده کونې او حفظ  ورځ ترسره کړه.

د حافظانو دټولنې د مدیره پلاوی مرستیال مشر  احمد المرشد ووئیل،  دغه ټولنه  د  هرې میاشتې په پیل کې  قرآني برکت ورځ په انلاین بڼه او د متخصصو  کسانو ترنظر لاندې ترسره کوي، دهغه په وینا  په دغې میاشتې کې  او د شرایط لرونکو معلمانو په مرستې سره چې تعداد ئې  دسړیو او ښځو پشمول تر سلو کسانو رسیږي،  د زده کونکو  د بقرې سورې د زده کونې او حفظ په پروګرام کې پخپلې خوښې ګډون وکړ او  د تلاؤت د سمونې ،د آیتونو د معنو ددرک او د هغو د حفظ  په برخو کې ئې برخه واخسته.

مرشد ووئیل،  حافظانو ددغې ورځې د لاښې  ترسره یدا په خاطر ، ځینینوښتونه هم کړی دی چې په هغو کې  د قرآنی معلمانو څخه غوښتل شوي څو  په دغه پروګرام کې د ګډنو لپاره ګروهمن کیدا په بڼه کې  رامخکې شي.کاندید معلمان  د تجوید او د آیتونو د معنو ددرک د زده کړې په برخو کې  او همداراز زده کونکو  ته د قرآڼ دحفظ په برخې کې ئې فعالیت وکړ. 

 دحافظانو خیریه ټولنه په کویت او عربی نړۍ کې یوه ترټولو مهمه غیر حکومتي اداره ده چې  په دغه هیواد او درستې نړۍ کې د قرآنی فعالیتونو په حوزې کې  فعالیتونه کوي. تراوسه پورې  په درستې نړۍ کې  په لکونو خلکو  ددغې ټولنې  له قرآني  پروګرامونو استفاده کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4186035

 

captcha